اختر په افغانستان کې
په افغانستان کې د اختر د ورځو پر مهال کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي. په دې انځور کې د هرات ولایت یو مسجد ښوول شوی دی چې پولیس د خلکو د تلاشي کولو په حال کې دي. خو پر دغو تدابیرو سربیره هم د لوی اختر په لومړی ورځ په فاریاب ولایت کې یوه چاودنه وشوه چې په کې ۴۱ کسان ووژل شول او ۵۰ تنه نور ټپیان شول.