1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

خبرونه | 29.10.2012 | 09:34

د Sandy په نوم طوفان په نیویارک کې ژوند په ټپه درولی دی

د سېندي (Sandy) په نوم طوفان د متحده ایالاتو د ختيځ په ساحلي سیمو کې ژوند په ټپه درولی دی. د نیویارک په ښار کې تیر ماښام د نوموړي طوفان د ویرې له امله د موټرو تگ راتگ له نشت سره برابر وو. د نیویارک ښار چې په کې میلیونونه انسانان ژوند کوي له ۴۰۰ زره خلکو څخه غوښتل شوي، چې خپل کورونه پریږدي.

د دغه طوفان له امله په متحده ایالاتو کې د ولسمشرۍ د ټاکنو کمپاین هم اغیزمن شوی دی. زیاته شوې ده چې شاوخوا ۵۰۰۰ پروازونه لغوه شوي دي، چې په هغې کې د المان څخه هم پروازونه شامل دي. پر دې سربیره د اورگاډو تگ راتگ هم درول شوی دی. په تیرو څو ورځو کې د دغه طوفان له امله په کارابین کې شاخوا ۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اوکراین په ټاکنو کې دولتي ائتلاف تر نورو مخکې دی

د اوکراین په هیواد کې د تیرې ورځې په تر سره شوو پارلماني ټاکنو کې دولتي ائتلاف چې مشري يې د ویکتور یانوکوویچ، پر غاړه ده مخکي دی. د یوې پر پنځمې برخې د شمیرل شوو رایو پر اساس د واکمن او کمونست گوندونو ائتلاف شاوخوا ۵۳ سلنه رایې گټلي دي. د اپوزیسیون گوند چې مشرې يې د یولیا تیمکو شینکو پر غاړه ده شاوخوا ۲۰ سلنه رایې گټلي دي.

د رپوټ په حواله څلورم ځاي د «اودار» په نوم لیبرال گوند چې د بوکس قهرمان ویتالي کلیچکو، هم د دغه گوند نوماند دی ۱۲ سلنه رایې گټلي دي. د آزادۍ په نوم د نیشنلستانو گوند کابو ۷ سلنه رایې خپلې کړي دي. اپوزیسیون د ټاکنو په ورځ د یو شمیر بې نظمیو د تر سره کیدو تور پور کړی دی چې په هغې کې په پیسو د رایو اخیتسل شامل دي. د اوکراین د رایې ورکونکو په نوم د ناظرینو یوې آزادې کمیټې دغه خبره تائید کړې ده. اټکل کیږي چې د ټاکنو د څار نړیوال ناظرین به نن په دې هکله خپل نظر څرگند کړي.

په لیتوانيا کې سوسیال دموکراتانو پارلماني ټاکنې گټلي دي

د لیتواني په هیواد کې سوسیال دموکراتانو پارلماني ټاکنې گټلي دي. د دغه هیواد د ټاکنو د کمیسیون د وینا له مخې کابو د ټولو ناحیو د رایو د شمیرلو وروسته د مالیې او ترانسپورت د پخواني وزیر گوند د ټاکنو په دویم پړاو کې د پارلمان له ۱۴۰ څوکیو څخه ۳۸ څوکې گټلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د سوسیال دموکرات گوند حتی د ټاکنو په شپه له کیڼ اړخه کارگر گوند او د نظم او عدالت له پاره د اپوزیسیون له گوند سره د یوه ائتلاف د جوړولو په سر توافق ته رسیدلی دی.

په هالند کې د یوه نوي حکومت د جوړولو په سر توافق شوی دی

په هالند کې ښي اړخه لبراله گوندچې «د آزادۍ او دموکراسۍ د خلکو د گوند» په نوم یادیږي او مشري یې اوسنې لومړی وزیر مارک روته، کوي د سوسیال دموکرات گوند سره د یوه ائتلافي دولت د جوړولو په سر موافقې ته رسیدلی دی. د دغه نوی توافق له مخې روته به د نوي حکومت  مشر وي.

زیاته شوې ده چې د نوي تفاهم له مخې به د بهرنیو او مالیو چارو وزارتونه او همدا شان د لومړي وزیر د معاونیت څوکۍ هم سوسیال دموکراتانو ته ورکول کیږي. د رسنیو د رپوټونو په حواله دواړه گوندونو پر دې هم هوکړه کړې ده چې د ۲۰۱۷م کاله پورې به د دغه هیواد په بودجه کې د ۱۵ میلیارده یورو د سپما له پاره هم اجرات وکړي. روته د یورو زون په کړکیچ کې د المان د صدراعظمې انگلا میرکلا له نزدې ملاتړو څخه شمیرل کیده.

په سوریه کې لا هم نښتې ادامه لري

په سوریه کې د یوه اوربند پر سر د توافق سربیره هم د یکشنبې په ورځ د دولتي ځواکونو او پاڅونکوونکو تر منځ نښتې رامنځ ته شوي دي. د سوریې د فعالینو په وینا په دغه نښتو کې لږ تر لږه ۱۱۰ تنه وژل شوي دي.

د لندن میشته بشري حقونو د ټولنې په وینا دولتي جنگي الوتکو پلازمینې دمشق ته څیرمه د اربین او حراستا پر سیمو بمباري کړي ده. پر دې سربیره د حلب له ښار او د هیواد په شمال کې د یوه پوځي مقر تر څنگ هم د جگړو رپوټونه ورکړل شوي دي. د سوریې د اپوزیسیون د ارقامو پر اساس د جمعې د ورځې راهیسې تر اوسه ۳۵۰ تنه وژل شوي دي.

په نایجریا کې یوه ځانمرگي برید لس تنه وژلي دي

د نایجریا هیواد په شمال کې د کاتولیکانو په یوه کلیسا کې د یوه ځانمرگي برید په پایله کې لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي دي. د رسمي مقاماتو د وینا له مخې د کادونا په ښار کې په دغه چاودنه کې ۱۴۰ تنه ټپیان شوي هم دي. د دغه هیواد د امنیتي کړیو په حواله ځانمرگي برید کوونکي یو جیپ موټر چې چاودیدونکي توکې په کې ځای پر ځای کړای شوي وو له کلیسا سره جنگولی دی.

پر دې سربیره د مسلمانانو او عیسویانو تر منځ په اخ او ډب کې هم دوه تنه وژل شوي دي. د نایجریا ولسمشر گودلک جانتان، دغه عمل بیرحمانه بللی دی. لا تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. زیاته شوې ده چې تر دې دمخه په نایجریا کې دغسې بریدونه د «بوکوحرم» په نوم د تندلارې ډلې له لوري تر سره شوي دي.