1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

خبرونه | 28.10.2012 | 09:26

په سوریه کې لا هم وسله واله نښتې ادامه لري

په سوریه کې د اختر په شپو او ورځو کې د یوه اوربند پر سوي د شوي توافق سربیره هم خونړۍ پیښې ادامه لري. اپوزیسیون د شنبې په ورځ په ټول هیواد کې د دولتي ځواکونو سره د نښتو د رامنځ ته کیدو رپوټونه ورکړي دي، چې په کې ۲۰ تنه وژل شوي دي. د سوریې د فعالینو په وینا دغه اوربند چې د جمعې له ورځې څخه د څلورو ورځو له پاره نافذ العمل وو څخه څو څو وارې سرغړونه شوې ده.

د سوريي ځواک د ملگرو ملتونو او عربي لیگ د ځانگړي استازي لخضر براهیمي له خوا په اختر کې د اوربند د وړاندیز څخه ملاتړ کړی وو خو په عین وخت کې یې پر ځواکونو د بریدونو پر وخت د دفاع حق د خوندي ساتلو خبره هم کړې وه. د سوریې وسله وال اپوزیسیون هم د جمعې د ورځې څخه د پیلیدونکي اوربند سره موافقه کړې وه خو په دې شرط چې دولتي ځواکونه هم پر اوربند پر ژمنه ولاړ پاتې شي.

عراق: بمي چاودنو ۴۰ تنه وژلي دي

په عراق کې د اختر په شپو او ورځو کې د بمي چاودنو په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي دي. د پولیسو د وینا له مخې تر ټولو خرابه پیښه د پلازمینې بغداد په یوه سیمه کې چیرې چې ډیری شعیه مذهبه میشت دي رامنځ ته شوې ده. زیاته شوې ده په دغه سیمه کې یوه مارکیټ ته څیرمه د یوه موټر بم چاودنې په ترڅ کې ۱۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نور ۲۷ تنه په کې ټپیان شوي دي.

تر دغه پیښې لږ څه وروسته د سرویس موټر په یوه تم ځای کې د یوې بلې چاودنې په ترڅ کې ۱۰ تنه وژل شوي او نور ۳۰ تنه ټپیان شوي دي. د رپوټ په حواله په عراق کې سخت دریځه سنیان او د القاعدې له شبکې سره تړلي کسان غواړي چې پر شعیه مذهبو باندې د دغسې بریدونو پر تر سره کولو د مختلفو قومونو تر منځ تاوتریخوالي ته لمن ووهي او په دې شان سره د دغه هیواد حکومت چې زیاتره یې شعیه مذهبه دي بې ثباته کړي.

د سندی Sandy په نوم طوفان ۵۸ تنه وژلي دي

په کاریبین کې د سندی (Sandy) په نوم د طوفان له امله د وژل شوو کسانو شمیر ۵۸ تنو ته لوړ شوی دی. د دغه طوفان له امله تر ټولو زیاته مرگ ژوبله په هایتي کې رامنځ ته شوې ده. په هایتي کې د وژل شوو کسانو شمیر ۴۴ تنو ته رسیدلی دی او پر دې سربیره د ۱۲ تنو د لا درکه کیدو رپوټ هم ورکړل شوی دی. په عین وخت کې رپوټ ورکړل شوی چې دغه طوفان د متحده ایالاتو د شرقي ساحل پر لور د حرکت په حال کې دی.

د متحده ایالاتو د پلازمینې واشنگټن سربیره په یو شمیر نورو ایالتونو چې په کې نیویارک او میرې لنډ هم شامل دي، بیړنی حالت اعلان شوی دی. ډیری هوایي شرکتونه په دې هکله فکر کوي چې د اتلانتیک د بحیري او د متحده ایالاتو د شرقي ساحل پر سر تر سره کیدونکي په سلگونو پروازونه ښایي لغوه شي. په میامي کې د طوفان مرکزي دفتر د شنبې په شپه د فلوریدا په ساحلي برخه کې د طوفان په اړه خبرداری ورکړی دی. زیاته شوې ده چې د نوموړي طوفان سرعت په یوه ساعت کې ۱۲۰ کیلومتره دی.

د اسرائیلي الوتکو په برید کې د حماس یو جنگیالی وژل شوی دی

د دریو ورځو د ډزبندې وروسته د غزې په تراړه کې د اسرائیلي ځواک د یوه هوایي برید په ترڅ کې د حماس د ډلې یو جنگیالی وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی. دغه خبر د حماس د ډلې یوه استازي ورکړی دی. زیاته شوې ده دغه دواړه کسان هغه وخت د اسرائیلي الوتکو تر برید لاندې راغلل، چې د خان یونس ښار ته څیرمه په موټرو سایکلونو باندې د حرکت په حال کې وو.

دواړو خواو د پنج شنبې د ورځې څخه د لوې اختر په مناسبت پر یوه اوربند سره توافق کړی وو. تر دې څه موده وړاندې د غزې له تراړې څخه پر اسرائیلو باندې د ۸۰ په شاوخوا کې راکټونه توغول شوي وو چې په غبرگون کې یې اسرائیلو هوایي بریدونه تر سره کړي وو چې په پایله کې یې څلور تنه فلسطینان وژل شوي وو.

په مادرید کې د دولت د سپما پر ضد لاریون تر سره شوی

د شنبې په ورځ د هسپانیې په پلازمینه مادرید کې په زرونو کسان سړکونو ته راوتلي وو چې د دولت د سپما د سخت پروگرام پر وړاندې احتجاج وکړي. مظاهره کوونکو د صدراعظم ماریانو راخوي د دولت له لوري د مالیې د لوړولو پر ضد احتجاج کاوه.

د لاریون تنظیموونکي د حکومت له لوري پر طرحه شوې بودجه نیوکه کوي او «غیرعادلانه» یې بولي. په سلگونه تنه پولیس په دندو گمارل شوي وو چې پارلمان ودانۍ ته د مظاهره چیانو د ورتگ مخه ونیسي. د جمعې په ورځ په هسپانیه کې د بې کارانو شمیر خپل لوړ عوج ۲۵،۰۲ سلنه ته رسیدلی دی.

نن په اوکراین کې پارلماني ټاکنې تر سره کیږي

نن د یکشنبې په ورځ په اوکراین کې نوی پارلمان ټاکل کیږي. دغه ټاکنې چې د دغه هیواد د پارلمان د ۴۵۰ څخه زیاتو څوکیو له پاره تر سره کیږي، اټکل کیږي چې د ویکتور یانوکویچ گوند په کې تر نورو مخکې وي. دغه گوند تر هر څه دمخه د ختیځي سیمي د اوسیدونکو چې روسي ژبه وایې له ملاتړ څخه برخورداره دی. خو د مالیې د لوړولو او د سیاسي موخو له پاره د تقاعدې د ورکړې مسلې په وروستیو کې د هغه محبوبیت یو څه راکم کړی دی.