1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د ایټالیا د پخوانۍ لومړی وزیر محکومیدل

بریالی ولي: د زړونو ټکور زما د سندرو انګیزه وه

د اوربند په لومړۍ ورځ د ۱۵۰ کسانو وژل کیدل

د اوکراین ټاکنې لا وختې غیر شفافه بلل شوې دي

د موسیقي له لاري سولې ته د خلکو هڅول

  • اختر په افغانستان کې

    ماشومان د اختر په ورځو کې خپل خپلوانو کره ورځي او په پارکونو کې لوبې کوي.

  • اختر په افغانستان کې

    په افغانستان کې د اختر د ورځو پر مهال کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي. په دې انځور کې د هرات ولایت یو مسجد ښوول شوی دی چې پولیس د خلکو د تلاشي کولو په حال کې دي. خو پر دغو تدابیرو سربیره هم د لوی اختر په لومړی ورځ په فاریاب ولایت کې یوه چاودنه وشوه چې په کې ۴۱ کسان ووژل شول او ۵۰ تنه نور ټپیان شول.

  • اختر په افغانستان کې

    لوی اختر د اختر تر لمونځ وروسته پیلیږي. خلک تر لمونځ وروسته قرباني کوي او بیا د خپل خپلوانو کورونو ته ورځي.

  • اختر په افغانستان کې

    د اختر د لمونځ په پای کې ډیرو افغانانو د سولې د راتلو له پاره دعا وکړې.

  • اختر په افغانستان کې

    د لمونځ تر پای ته رسیدو وروسته خلک یو بل په غیږ کې ورنیسي او د اختر مبارکي وایي. هغه کسان چې له یو سره په قهر وي په اختر کې بیرته اشتي کیږي.

  • اختر په افغانستان کې

    ماشومان د اختر په ورځو کې تر نورو ډیر ځکه خوښ وي ځکه هغوی کولای شي چې له خپلو ملګرو سره وویني او ډیرو ځایونو ته ولاړ شي. هغوی له مشرانو څخه اخترۍ هم تر لاسه کوي. خو کله مشران د سفر پر مهال له ماشومانو سره بي احتیاطي کوي لکه په دې انځور کې چې ښودل شوي دي.

  • اختر په افغانستان کې

    د دې په خاطر چې ماشومان په اختر کې له لویانو څخه اختری ترلاسه کوي نو هغوی یو څه پیسې لري. له همدې کبله هغوی نزدې پارکونو ته د لوبو له پاره ورځي.

  • اختر په افغانستان کې

    په وروستیو کلونو کې د افغانستان په ځینو ښارونو کې د ماشومانو له پاره د لوبو یو څه ځایونه جوړ شوي دي. دغه پارکونه د اختر په ورځو کې د ماشومانو له د وخت تیرولو له پاره مناسب ځایونه وي.

  • اختر په افغانستان کې

    مشخص نیست که در سه روز عید قربان در افغانستان چقدر مواشی قربانی می شوند، اما مردم از افزایش قیمت مواشی شکایت دارند. در عین قربان، مسلمان ها گاو یا گوسفندی را قربانی می کنند و گوشت آن را به مردم و همیسایه های خود می دهند.

  • اختر په افغانستان کې

    ډیر شمیر افغان امنیتي ځواکونه د اختر په ورځو کې په دنده بوخت وي او نه شي کولای چې خپل خپلوان وویني. خو هغوی یو بل په غیږ کې نیسی او اختر مبارکي کوي. په دې انځور کې د افغان پولیسو یو سرتیری د اردو له یوه سرتیري سره د اختر مبارکي د ویلو په حال کې دی.

د آلمان ږغ راډيو پښتو خپروني