1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د سندي نومي توپان ورانۍ بې ساري دي

حمید رحیمي خپل سیال ته ماتې ورکړه

دفاع وزارت: امنيتي تشه نه را منځ ته کيږي

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه وټاکل سوه

په هيلمند کي دوه تنه بهرني سرتيري ووژل سول

  • د سولې له پاره مبارزه

    افغان سوک وهونکي حمید رحیمي، د سه شنبې په ورځ له خپل تانزانیایي سيال سید‏‎ ‎ایمبلوا، سره په کابل کې سیالي وکړه چې په اوم روند کې د هغه ګټونکی شو.

  • د سولې له پاره مبارزه

    د لوبې په لومړي روند کې د دواړو ورزشکارانو له خوا پر یو بل باندې کوم د پام وړ برید ‏و نه شو او روند د یوازې څو سوکانو په تبادله کیدو سره پای ته ورسید. خو سیالي په ‏پنځم، شپږم او اووم روند کې ډیره جدي شوه.

  • د سولې له پاره مبارزه

    لوبې په څو روندونو کې خو سید ایمبلوا، رحيمي ته اشارې کولې چې راشي هغه ‏وواهي. داسې پریښیدل چې دغه ورزشکار غوښتل رحیمي «ناک اوت» کړي خو داسې و ‏نه شول.‏

  • د سولې له پاره مبارزه

    خو هر څه د لوبې په اووم روند کې هغه وخت پای ته ورسیدل چې د رحیمي د تانزانیایي ‏حریف سید ایمبلوا، اوږه ژوبله شوه او هغه و نه شو کولای چې مسابقې ته دوام ورکړي.‏

  • د سولې له پاره مبارزه

    په دې ترتیب سره نو حمید رحیمي د سیالي ګټونکی شو. هغه د کمربند تر ترلاسه کولو وروسته وویل چې د هغه بریا د افغانستان د خلکو بریا ده. رحیمي خپل کمربند ته په اشاره کولو سره وویل: «دا د ټولو افغانانو ده.»

  • د سولې له پاره مبارزه

    ډیر شمیر هغو کسانو چې د لوبې لیدو ته راغلي ول له ځان سره داسې شعارونه حملول چې په کې لیکل شوي وو: «موږ سوله غواړو.» تر سیالي مخکې پخپله رحیمي هم ویلي وو چې د سولې له پاره به مبارزه وکړي.

  • د سولې له پاره مبارزه

    د حمید رحیمي تر بریا وروسته، ډیر شمیر افغانان سړکونو ته ووتل او دغه خوښي یې ولمانځله.


    لیکوال: | کتونکی:

د آلمان ږغ راډيو پښتو خپروني