1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ایساف: د افغانستان د پولو ساتل زموږ دنده نه ده

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه وټاکل سوه

په لویو لارو کې له سوداګرو څخه پیسې اختل کیږي

د «سندې» توپان وچي ته ورسید

کابل د سوک وهني نړیوالي لوبي کوربه دی

  • افریقايي خاکستري طوطي

    هوښیار ژوي

    افریقايي خاکستري طوطي

    افریقايي خاکستري طوطي ډیرې وړتیاې لري. دغه افریقایي خاکستري طوطي الیکس نومیده. هغه کولای شو چې پنځوس بیلابیل شکلونه وپیژني. هغه همدا راز کولای شول چې تر شپږو پورې شمیرې، اوه رنګونه، واړه او لوی توکي، یو شان او متفاوت شیان وپیژني. یوه شپه مخکې تر هغه چې الیکس مړ شي د هغه ساتونکي ورته وویل: «زه در سره مینه لرم.» الیکس بیرته خپل صاحب ته ځواب ورکړ: «زه هم له تا سره مینه لرم.»

  • ګوریلاګانې

    هوښیار ژوي

    ګوریلاګانې

    ګوریلاګانې دا وړتیا لري چې خپل ګران کسان په یاد وساتي او په خلاق ډول فکر وکړي. یوې ګوریلا چې کوکو نومیده زده کړي وو چې په اشاره یي ژبې باندې له خلکو سره افهام او تفهیم وکړي.

  • سگلاوگان

    هوښیار ژوي

    سگلاوگان

    سگلاوگان کولای شي چې په منطقي ډول فکر وکړي. دغه خبره د ساینس پوهانو په څیړنو کې اثبات شوې ده.

  • سپیان

    هوښیار ژوي

    سپیان

    سپیان هم د ډیرو هوښیارو ژوو له ډلې څخه دي. سپیان کولای شي چې د انسان په ځینو ساده امرونو لکه (کښینه! ولاړ شه!) او داسې نورو امرونو باندې پوه شي. سپیان همداراز کولای شي چې پرته له کومې مرستې څخه خواړه پیدا کړي. هغوی مود او فیشن هم خوښوي.

  • پشیانې

    هوښیار ژوي

    پشیانې

    پشیانې هم د سپیانو په څیر د انسان په ځینو ډیرو ساده امرونو باندې پوهیږي.

  • خوکان

    هوښیار ژوي

    خوکان

    خوکان ډیر ژر ځینې کارونه زده کولای شي. له خوکانو څخه د ماشومانو په فلمونو کې هم کار اخیستل کیږي ځکه چې هغوی په ډیرې ساده گۍ سره تربیه کیدای شي.

  • چمپنزيگانې

    هوښیار ژوي

    چمپنزيگانې

    د چمپنزيگانو (یو ډول شاديگانې) په هوښیارۍ خو ډیر خلک پوهیږي. هغوی کولای شي چې ډیر سخت کارونه زده کړي. دغه ژوي له انسانانو سره ۹۸ سلنه جینیتیکي نزدیوالی لري. چمپنزیگانې کولای شي چې د کار له وسایلو څخه کار واخلي، د کسانو څیرې په یاد وساتي او سختې ستونزې له منځه یوسي.

  • دولفینان

    هوښیار ژوي

    دولفینان

    دولفینان د سمندر تر ټولو هوښیار ژوي دي. هغوی له یو بل سره په خپل خاص لسان باندې خبرې کولای شي.

  • کشپان

    هوښیار ژوي

    کشپان

    کشپان هم ډیر هوښیار ژوي دي. هغوی کولای شي چې د انسانانو غږ وپیژني او خپل د ډوډۍ خوړلو وخت په یاد وساتي.

  • د ونو گیدړ

    هوښیار ژوي

    د ونو گیدړ

    دغه ډول ژوي ډیر هوښیار دي او مخکې له دې چې یو څه وخوري هغه پاکوي.

  • سرې بیزوگانې

    هوښیار ژوي

    سرې بیزوگانې

    دغه ډول بیزوگانې کولای شي چې په اشارو خبرې وکړي. دغه بیزو اوس ان له ای پد څخه هم کار اخلي.

  • اسان

    هوښیار ژوي

    اسان

    پر دې سربیره چې اسان کولای شي ډیر ښایسته حرکات ترسره کړي هغوی همداراز په خلاقانه ډول د فکر کولو وړتیا هم لري. د متحده ایالاتو په نوادا ایالت کې یو داسې اس ژوند کوي چې کولای شي نقاشي وکړي. دا اس چولا نومیږي.

  • اختاپوت

    هوښیار ژوي

    اختاپوت

    د اختاپوت ډیر ډولونه موجود دي خو هغوی ټول ډیر لایقه وي. هغوی کولای شي چې ځینې ستونزې حل کړي او له وسایلو څخه کار اخیستل زده کړي. دغه سمندري ژوې همداراز ډیر وخت د فوټبال د لوبو د پایلو وړاندوینه هم کولای شي.

  • موږکان

    هوښیار ژوي

    موږکان

    څیړنې ښيي چې موږکان ډیر هوښیار ژوي دي. موږکان داسې روزل کیدای شي چې وکولای شي ماینونه هم پیدا کړي. موږکان افسوس، خوشحالۍ، فشار او ځینې نور احساسونه ښولای شي. موږکان همداراز خوبونه هم ویني.


    لیکوال: دویچه ویله | کتونکی: مسعود جهش

د آلمان ږغ راډيو پښتو خپروني