1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ناټو د لوګر د پېښې د قربانیانو کورنیو ته خونبها ورکړه

د لوی اختر په خاطر په سوریه کې د اوربند هیله

«د امریکايانو څرگندونې د پاک-افغان اړیکې نه شي زیانمنولای»

«په افغانستان کې دوست او دښمن معلوم نه دی»

جنرال وهاب: تر ۲۰۱۴ کال پورې به نسبي پیاوړی هوایي ځواک ولرو

  • د حج مراسم

    دا کعبه ده چې مسلمانان ورته د خدای کور هم وایي. کعبه په مکه کې پرته ده او هغه مسلمانان چې مالي توان ولري دې ځای ته د زیارت کولو او د حج د فریضې سر ته رسولو په موخه سفر کوي. دغه ځای د نړۍ د مسلمانانو د وحدت مرکز بلل کیږي.

  • د حج مراسم

    د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) په مکه کې نړۍ ته راغی. په تیرو پیړیو کې به مسلمانانو د اوښانو په واسطه له ډیرو لیرې ځاینونو څخه مکې ته سفر کاوه. کله نا کله به د سوداگرو کاروانونه په لاره کې د غلو تر بریدونو لاندې هم راتلل.

  • د حج مراسم

    خو اوس د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه مسلمانان د الوتکو په واسطه سعودي عربستان ته سفر کوي او له هغه ځایه د موټرو په واسطه مکې ته ورځي چې د حج فریضه سر ته ورسوي.

  • د حج مراسم

    منا، مکې ته نزدې یو سیمه ده. هر کال په دغه ځای کې په میلیونو زائرین خیمې وهي چې د حج مراسم سر ته ورسوي. په دې ځای کې د حاجیانو له پاره خوراکي توکي موجود دي. خو د دې په خاطر چې هر کال د حاجیانو شمیر ډیریږي نو کله نا کله د ځینو ستونزو خبرونه هم ورکول کیږي.

  • د حج مراسم

    هغه څوک چې غواړي حج ته سفر وکړي باید له هر څه مخکې د خپل ځان له پاره احرام جوړ کړي. احرام له دوه ټوټه سپین رنگې تکې څخه جوړ شوی دی چې باید و نه گڼډل شي. دغه تکه په یوې خاصې شیوې د حاجي پر بدن راتاویږي.

  • د حج مراسم

    د عرفاتو تپه د مکې په ۲۵ کیلو مترۍ کې پرته ده. هغه حاجیان چې د حج د مراسمو د ترسره کولو له پاره ورځي په دې ځای کې د خپلو گناهو د بخښنې غوښتنه کوي. حاجیان باید د حج د مراسمو دویمه ورځ د عرفاتو په صحرا کې تیره کړي. په دې ځای کې به حضرت محمد (ص) مسلمانانو ته خبرې کولې.

  • د حج مراسم

    د حج په مراسمو کې حاجیان په منا او مکه کې له یوه دیوال څخه شیطان پر تیږو ولي. هغوی هغه نماد چې شیطان بلل کیږي په اووه وړو تیږو ولي. له دې کار سره مسلمانان له شیطان سره خپل نفرت ښيي.

  • د حج مراسم

    هر حاجي باید له خپل مالي توان سره سم یو حلال څاروی (کله پسه، غوا ...) قرباني کړي. په قران شریف کې راغلي دي چې خدای (ج) خپل پیغمبر ابراهیم ته امر وکړ چې خپل زوی اسماعیل د هغه په لار کې قرباني کړي. کله چې ابراهیم دا کار کاوه نو خدای د اسماعیل پر ځای یو پسه راواستوه. د قربانۍ مراسم له ابراهیم څخه د پیروي په موخه تر سره کیږي. د قرباني شوي څاروي غوښه پر فقیرانو ویشل کیږي.

  • د حج مراسم

    د حج یو بل مراسم دا دي چې هر حاجي باید د طواف تر لمانځه وروسته د صفا او مروه تر منځ واټن اووه وارې ووهي. داسې روایت شته چې د حضر ابراهیم ښځې د خپلو اولادونو له پاره د اوبو د پیدا کولو له پاره دغه لار اووه وارې وهلې وه.

  • د حج مراسم

    د حج په مراسمو کې ځینو خواښینونکې پېښې هم رامنځ کیږي. په ۲۰۰۶ کال کې په یوې پېښې کې ۳۵۰ حاجیان تر پښو لاندې شول او خپل ژوند ئې له لاسه ورکړ.

  • د حج مراسم

    په ۲۰۱۱ کال کې له ټولې نړۍ څخه دوه نیم میلیونه مسلمانان سعودي عربستان ته د حج له پاره ولاړل.

  • د حج مراسم

    مسلمانان باید د مالي توان د لرلو په صورت کې د حج فریضه تر سره کړي.

  • د حج مراسم

    په افغانستان کې د عرفاتو له ورځې رخصتي پیلیږي. تر عرفاتو وروسته د لوی اختر درې ورځې هم رخصتي وي. کله چې حاجیان د حج له مراسمو څخه بیرته افغانستان ته ستانه شي نو ډیر ختم او خیراتونه کوي.

  • د حج مراسم

    د حج د مراسمو لوړ مصرفونه د دې لامل شوي دي چې ډیری مسلمانان و نه شي کولای چې دغه فریضه تر سره کړي. د دې تر څنگ چې د افغانستان ډیری اوسیدونکي فقیر دي، له افغانستان څخه مکې ته د هر حاجي د تگ مصرف لږ تر لږه ۲۰۰۰ ډالره وي.

د آلمان ږغ راډيو پښتو خپروني