1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

لودین: مافیايي ډلې مو د کار مخه نیسي

له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړې ادارې مشر عزیزالله لودین، وایي چې په فساد کې ښکیلې یو شمیر مافیایي ډلې یې د کار مخه نیسي. هغه زیاتوي چې د افغانستان په فساد کې یو شمیر بهرنۍ موسسې هم ښکیلې دي.

عزیز الله لودین د دوشنبې په ورځ ناوخته په کابل کې خبریالانو ته وویل چې مافیايي بانډونه یې د ادارې د کار مخه نیسي او نه پریږدي چې په لویو او کوچنیو پروژو او قراردادونو کې فساد پورې اړوند مسایل بربنډ شي.

له اداري فساد سره مبارزه له افغان دولت څخه د نړیوالي ټولني یوه مهمه غوښته ده چې د ډیرو مرستندویو هیوادونو د مرستې اندازه او څرنگوالي ورسره تړلی دی. دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي لودین وویل چې اوس مافیايي ډلې غواړي د حکومت شتمنۍ لوټې کړي. هغه زیاته کړه: «هغه مافیايي ډلې چې په حکومت او یا هم له هغه څخه بهر دي تل په دې لټه کې دي چې ځانونه د غلا په پیسو ماړه کړي. دغه ډلې له یو بل سره نزدې اړیکې لري او د یو بل ملاتړ کوي.»

د لودین په خبره یو شمیر نړیوالې ادارې هم د افغانستان په مالي فساد کې ښکیلې دي او دوی ته اجازه نه ورکوي چې د هغوي د قراردادونو څارنه وکړي. نوموړی وویل چې دا خبره یې له ولسمشر کرزي سره هم شریکه کړې ده او هغه ورته ډاډ ورکړی دی چې د بهرنیو مرستندویه هیوادونو له چارواکو سره به پرې خبرې وکړي.

«په قرارداد کې مو د فساد مخه ونیوله»

لودین په دغه خبري ناسته کې د ملي دفاع وزارت د یونیفورم په یوه قرارداد کې د میلیونونو افغانیو اختلاس د مخ نیوي خبر ورکړ. هغه وویل چې اداره یې په دې توانیدلې ده چې د هغه قرارداد مخه ونیسي چې په کې ۷۸۰ میلیونه افغانۍ اختلاس شوی وو.

لودین وویل: «موږ وتوانیدو چې د هغه تړون مخه ونیسو چې له مخې یې د دفاع وزارت کارکونکو یونیفورم په داسې بیه جوړیده چې که پلي شوی وای نو شاوخوا ۷۸۰ میلیونه افغانۍ به حکومت ته زیان اوښتی وای. دا زما هغه ادعا ثابتوي چي په ډیری تړونونو کې فساد کیږي.»

افغانستان د نړۍ له هغو هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې په کې د فساد کچه ډیره لوړه ده. له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې مشر عزیز الله لودین، وايي چې که څه هم د دوی د چارو پر وړاندې زورواکې ډلې د خنډونو د جوړلو هڅې کوي خو بیا هم دوی په پوره قوت د هغوی پر وړاندې خپله مبارزه جاري ساتي.


DW.DE