د پکتيا پوهنتون د زراعت پوهنځي له پاره د نوې ودانۍ د جوړيدو چارې پيل شوې دي او په بشپړيدو به ئې د دغې پوهنځي د ډيرو محصلينو ستونزې هوارې شي. (انځور له ارشیف څخه)
د زابل په مرکز کلات کي په لومړي ځل د څښلو د پاکو فلتر سوو اوبو يوې فابریکې په کارپيل وکړ. د ياد ولايت چارواکي وايي چې د دې پروژې په پيل کيدو سره به د زابل ولايت په سلونو کورنيو ته د څښلو پاکي اوبه چمتو کړاى سي.
د کندهار ولايت د کرهڼي رياست مسئولين وايي چي ترمخه يوازي په امتحاني ډول په دامان او ارغنداب ولسواليو کي زعفران کرل سوي ول او ښيې پايلي ئې درلودې خو اوس په نورو ولسوالیو کي هم کر سوي دي.
د ناټو له دې اعلان وروسته چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه به ټول بهرني سرتيري له افغانستان څخه ووځي د جایدادونو په بیو اثر پریښی دئ.
د کرهڼې او مالدارۍ وزیر محمد آصف رحیمي ویلي دي چې د سږ کال د غنمو او وریجو حاصلات د تیرو ۳۵ کلونو په پرتله بې ساري دي.
افغان چارواکي وايي چې په وروستيو لسو کلونو کي په افغانستان کي د لویو لارو او سړکونو په جوړولو باندي نزدې اته میلیارده امریکايي ډالر مصرف شوي دي.