1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
  • اوبه او غذايي مواد

    په المان کي د ورځي يو تن تر ۱۳۰ ليتره لږ اوبه مصرفوي. دغه راز په ورځ کي ۴۰۰۰ ليتره اوبه د هغو محصولاتو له پاره کاريږي، چي يو انسان اړتيا ورته لري. دا نو په دې معني ده، چي د يوه محصول له پاره ډيري اوبه مصرفيږي. په وچو سيمو کي د ترکاريو کرل ډيري اوبه غواړي نسبت و معتدلو سيوته.

  • اوبه او غذايي مواد

    د نړۍ د نفوس نيمايي برخه وريجي اصلي غذا بولي. په نړۍ کي د کاله نزدې ۶۷۲ ميليونه ټنه وريجي ترلاسه کيږي، له شالۍ څخه د وريجو د ترلاسه کولو په وخت کي وريجو خپل يو پر دريمه وزن له لاسه ورکړي وي، او يو کيلو وريجو ۱۶۷۰ ليتره اوبه ساتلي وي. په داسي حال کي چي په لومړی سر کي يو کيلو ۲۵۰۰ ليتره اوبه اخيستي وي.

  • اوبه او غذايي مواد

    د انسان له پاره اساسي غذايي مواد جواري، وريجي او غنم دي. په کال کي ۸۴۵ ميليونه ټنه جواري ترلاسه کيږي، چي تر ټولو ستر توليدونکی ئې د امريکا متحده ايالات دي. په دغه هيواد کي د يوه کيلو گرام جوارو د ترلاسه کولو له پاره ۷۶۰ ليتره اوبه مصرفيږي. خو په هند کي بيا د همدغه اندازې له پاره ۲۴۵۰ ليتره اوبه مصرفيږي.

  • اوبه او غذايي مواد

    غنم يو له درو اساسي غذايي موادو څخه دي، او انسانان ئې د خپل مصرف په لومړۍ درجه کي را ولي. په ټوله نړۍ کي له کاله ۶۵۰ ميليونه ټنه غنم ترلاسه کيږي. ددې له پاره ۷۹۰ ميليارده متر مکعب اوبه په کار دي. خو په سیمو کي توپير سته. په سلواکيا کي د يوه کيلو گرام غنمو د توليد له پاره ۴۶۵ ليتره اوبه په کار دي په داسي حال کي چي په سوماليا کي بيا ۱۸۰۰۰ ليتره اوبه مصرفيږي.

  • اوبه او غذايي مواد

    په نړيواله کچه په کال کي ۶۰۰ ميليونه ټنه شيدې توليديږي. خو مخکي له دې چي يو ليتر شيدې ترلاسه سي، رز ليتره اوبه بايد مصرف سي. خو که تاسو غواړي، چي وچي شيدې ولري، نو بيا د اوبو مصرف پنځه برابره کيږي، ځکه له يوه ليتره تازه شيدو څخه ۲۰۰ گرامه وچي شيدې جوړيږي.

  • اوبه او غذايي مواد

    پنير اصلاً خټه شيدې دي چي تر ډيره وخته دوام کوي. د دوام علت ئې د ډيرو اوبو مصرف دئ. د يوه کيلو پنير د ترلاسه کولو له پاره ۱۰ کيلو شيدو ته اړتيا ده. د يو سخت پنير لکه (پارميزان) د يوه کيلو د ترلاسه کولو له پاره ۱۶ کيلو شيدو ته اړتيا سته. دغه پنير نو بيا دوه کاله دوام کوي.

  • اوبه او غذايي مواد

    د چرگي د يوې هکۍ د ترلاسه کولو له پاره ۲۰۰ ليتره اوبه په کار دي چي چرگه ئې وڅښي او د هغې خواړه ورته برابر سي. د چرگو ډيري هگي چي اوس په بازار کي خرڅيږي، د هغو چرگو دي، چي په قفس کي لويږي او دې ته اړتيا نه لري چي دباندي ځانه ته خواړه پيد کړي. په قفس کي دوی ته جواري او غنم ورکول کيږي، چي دا هم د اوبو ډير مصرف دئ.

  • اوبه او غذايي مواد

    يو چرگ د هگۍ څخه تر راوتلو ۳۸ ورځي وروسته د خوړلو وړ دئ. په دې وخت کي ده ته ښه پوره خوارکي مواد او ډيري اوبه ورکول کيږي. ډيری چرگان د غوښو ساتلو او يا سوړځايونو کي ساتل کيږي، تر څو د ډير خوراک او اوبه څښلو مخنيوی وسي.

  • اوبه او غذايي مواد

    د غوايي غوښي لکه هغه ډير گران کالي- نه يوازي ئې بيه، بلکي د هغه د اوبو مصرف ډير گران دئ. د غوايي د يوه کيلو غوښو له پاره ۱۵۰۰۰ ليتره اوبه مصرفيږي. دا د دغو غوښو پر بيه باندي هم تاثير کوي.

  • اوبه او غذايي مواد

    د يوې پيالې قهوې د جوړولو له پاره ۱۳۰ ليتره اوبه مصرفيږي. په نړۍ کي هر کال د قهوې د توليد له پاره ۸۵ ميليارده متر مکعب اوبه مصرفيږي.

  • اوبه او غذايي مواد

    د نړۍ له ۷۰ څخه تر ۸۰ سلنه پوري خوږې اوبه د کرهڼي او مالدارۍ په برخه کي مصرفيږي. کرهڼي او مالدارۍ ته بايد په هغو سيمو کي پراختيا ورکړل سوي، چي اوبه لري نه په هغو سيمو کي چي د څښاک اوبه پکښي ورځ تر بلي لږيږي.


    لیکوال: دويچه ويله | کتونکی: نجيب الله زيارمل

تاسو کولای شئ دلته د المان غړ راډیو غږیزې مجلې هم واورئ

  • نوروز منګل

    افغان کرکيټ ملي لوبډله

    نوروز منګل

    د افغانستان د کرکیټ د لوبډلې مشر (کپتان)
    ښې لاسی توپ وهونکی (بیتسمن)
    د کمیس نمبر: ۴۸

  • محمد نبي عیسی خیل

    افغان کرکيټ ملي لوبډله

    محمد نبي عیسی خیل

    مرستیال لوبډل مشر (وایس کپتان)
    ښي لاسې بیتسمن او اف بریکر بالر
    د کمیس نمبر: ۰۷

  • محمد شهزاد محمدي

    افغان کرکيټ ملي لوبډله

    محمد شهزاد محمدي

    ویکت ساتوونکی (ویکت کیپر)
    ښې لاسی توپ وهونکی (بیټسمین)
    د کمیس نمبر: ۷۷

  • کریم خان صادق

    افغان کرکيټ ملي لوبډله

    کریم خان صادق

    ښي لاسی بیتسمن
    د کمیس نمبر: ۸۴

  • جاوید احمدي

    افغان کرکيټ ملي لوبډله

    جاوید احمدي

    د نولس کلنو ځوانانو د ملي لوبډلې کپتان
    ښي لاسی توپ وهوونکی (بیتسمن)
    د کمیس نمبر: ۲۳

  • نجیب الله ځدران

    افغان کرکيټ ملي لوبډله

    نجیب الله ځدران

    د نولس کلنو ځوانانو د ملي لوبډلې غړی
    ښي لاسی توپ وهوونکی (بیتسمن)
    د کمیس نمبر: ۰۱

  • سمیع الله شینواری

    افغان کرکيټ ملي لوبډله

    سمیع الله شینواری

    سلو بالر (لیګ بریکر)
    ښی لاسی توپ وهونکی (بیتسمن)
    د کمیس نمبر: ۴۵

  • ګلبدین نایب

    افغان کرکيټ ملي لوبډله

    ګلبدین نایب

    ښي لاسی توپ وهوتونکی (بیتسمن)
    ښی لاسی توپ اچوونکی (بالر)
    د کمیس نمبر: ۱۱

  • دولت ځدارن

    افغان کرکيټ ملي لوبډله

    دولت ځدارن

    تیز توپ اچوونکی (بالر)
    د کمیس نمبر: ۱۰

  • شاپور ځدران

    افغان کرکيټ ملي لوبډله

    شاپور ځدران

    چپ لاسی تیز توپ اچوونکی(بالر)
    د کمیس نمبر: ۲۰

  • رحمت شاه زرمتي

    افغان کرکيټ ملي لوبډله

    رحمت شاه زرمتي

    سلو توپ اچونکی (ریست سپینر)
    د کمیس نمبر: ۱۳

  • محمد سمیع اغا

    افغان کرکيټ ملي لوبډله

    محمد سمیع اغا

    ښی لاسی توپ وهوونکی (بیتسمن)
    د کمیس نمبر: نامعلوم

  • محمد اصغر ستانکزی

    افغان کرکيټ ملي لوبډله

    محمد اصغر ستانکزی

    ښي لاسی توپ وهوونکی (بیتسمن)
    د کمیس نمبر: ۴۴

  • عزت الله دولتزی

    افغان کرکيټ ملي لوبډله

    عزت الله دولتزی

    ښي لاسی تیز توپ اچوونکی (بالر)
    ښي لاسی توپ وهوونکی (بیتسمن)
    د کمیس نمبر: ۹۹

  • نور علي ځدران

    افغان کرکيټ ملي لوبډله

    نور علي ځدران

    ښي لاسی توپ وهوونکی (بیتسمن)
    د کمیس نمبر: ۱۴


    لیکوال: دويچه ويله | کتونکی: نجيب الله زيارمل

د المان غږ هر ورځ یوه نیم ساعته مجله د افغانستان د پیا رغونې په اړه چمتو کوي او بیا ئې په افغانستان کې د محلي راډیوگانو له لارې افغانانو ته اوروي. به دې راډیويي نیم ساعته مجله کې د افغانستان له بیلابیلو ولایتونو څخه په پښتو او درې ژبو د بیا رغونې په اړه رپوټونه، د افغانستان له لوړ پوړو چارواکو سره مرکې، د خلکو غږ، موسیقي، د ورځې خبرونه او نور مطالب خپریږي.