1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
  • وسپنيز اندام

    د هاليود سينما اتل ارنولد شوارتزينگر، د زيږيدو له وخته په سختو شرايطو کي را لوی سو او د کوچنيوالي دوره ئې ډيره ستونزمنه وه. د هغه قوي اندام دی په ورزش کي دومره مخته کړ، چي څو واري د بدني ښکلا په سياليو کي اتل سو. په دې انځور کي انورد، د ۱۹۷۷ کال د فلمونو په جشنواره کي د „ پمپينگ آيرون“ په فلم کي ښکاري چي هغه وخت يې ډير شهرت لاره.

  • وسپنيز اندام

    ارنولد په ۱۹۶۸ کال کي هغه مهال امریکا ته ولاړ، چي د بدني ښکلا په ورزش کي نړيوال اتل سو. هغه ځکه امريکا ته ولاړ چي هلته د بدني ښکلا يو کلب خلاص کړي او خپل ځان ته ښه راتلونکې جوړه کړي. هغه ډير ژر هلته د هاليود پاملرنه ځانه را واړوله.

  • وسپنيز اندام

    ارنولد په ۱۹۷۶ کال کي له جف بريجز سره د يوه فلم په يوه صحنه کي

  • وسپنيز اندام

    ارنولد د „ پمپينک آيرون“ په فلم کي مجبور سو چي د بالت رقص زده کړي. هغه تر اوسه هم کولای سي، چي بالت رقص وکړي.

  • وسپنيز اندام

    ارنولد د اتريش په گراتس ښار کي زېدلی دئ، او په ۱۹۸۳ کال کي ئې د امریکا تابعيت ترلاسه کړ. دغه انځور په ۱۹۸۰ لسيزه کي اخيستل سوی دئ.

  • وسپنيز اندام

    ارنولد په ۱۹۸۲ کال کي په لومړي ځل د „ وحشي کونن“ په فلم کي کار وکړ، او پخپل پياوړي اندام سره ئې د سينما د مينوالو توجه را جلب کړه.

  • وسپنيز اندام

    خو د هغه واقعي بريا په ۱۹۸۵ کال کي د „ ترميناتور“ له فلمه پيل سوه. په دغه فلم کي هغه خپل پياوړی بدن د نه ماتېدونکي ماشين په شان په کار اچولو وو، چي ډيرمحبوبيت ئې پيدا کړ.

  • وسپنيز اندام

    ارنولد په ۱۹۹۷ کال کي د „ بتمن و رابين“ په فلم کي هم را څرگند سو. او ښه برياوي ئې لرلې.

  • وسپنيز اندام

    ارنولد شوارتزينگر له خپلي پخوانۍ مېرمني سره. دوی په ۲۰۱۱ کال کي تر۲۵ کلن گډ ژوند وروسته د جلاوالي اعلام وکړ. د دې جلاوالي علت د ارنولد د کور له مستخدمي سره د هغه اوږدې اړيکي وې، چي اوس له هغې څخه يو ۱۴ کلن زوی لري.

  • وسپنيز اندام

    ارنولد له خپل زوی پاتريک ارنولد سره. ارنولد له ماريا شرايور څخه ۴ اولاده لري، چي وروستی ئې په ۱۹۹۷ کي زېږېدلی دئ.

  • وسپنيز اندام

    ارنولد په ۲۰۰۴ کال کي د کليفورنيا ايالت د والي په صفت وټاکل سو او اووه کاله ئې دنده ترسره کړه.

  • وسپنيز اندام

    په عراق کي له امريکايي عسکرو سره د ليدني کتني پرمهال. ارنولد په ۲۰۱۱ کال د منفي کارنامو په خاطر له دندې ليري سو.

  • وسپنيز اندام

    د هاليود په موزيم کي د ارنولد مجسمې نندارې ته وړاندي سوي وې.

  • وسپنيز اندام

    په ۲۰۱۱ کال کي د هسپانيا په پلازمېنه مادريد کي د „ ارنولد شوارتزينگر کلاسيک“ په نامه د بدني ښکلا سيالۍ.
    په پام کي ده چي ډير ژر به د ارنولد يو نوی فلم بازار ته را ووزي. د هاليود دغه ستوری د ۲۰۱۲ کال د جون په مياشت کي ۶۵ کلن سو.


    لیکوال: دويچه ويله | کتونکی: نجيب الله زيارمل