1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

د ترکيې په سرحد کي د سوريايي کډوالو ستونزي

ترکيې په سوو زرو سوريايي کډوالو ته ځای ورکړی دئ او اوس ئې نوره خپله حوصله له لاسه ورکړې ده او له اروپايي ټولني څخه ئې د مرستي غوښتنه کړې ده.

ترکيې تر اوسه پوري نزدې۱۰۰ زرو سوريايي کډوالو ته ځای ورکړی دئ. په اروپايي ټولنه کي د ترکيې استازې ايگيمن باگيس له دويچه ويله سره په مرکه کي وويل چي اروپا بايد د هغو سوريايي مهاجرو په هکله فکر وکړي، چي ترکيې ته را اوړي«اروپايي هيوادونه هم بايد هغو ته پناه ورکړي.»

د ملگرو ملتونو په حواله تر اوسه پوري نزدې۳۰۰ زره انسانان په سوريه کي د کورنيو جنگونو له کبله گاونډيو هيوادونو ته تښتېدلي دي. که څه هم چي اروپايي ټولني ترکيې ته وعده ورکړې ده، چي له دغو کډوالو سره به مرسته وکړي خو د ځينو سياسي توپيرنو له کبله تر اوسه پوري د هغوی تر منځ د گډ کار له پاره زمينه نه ده برابره سوې.

خو له بلي خوا بيا په اروپايي ټولنه کي يو بل ديپلومات چي د نامه د نه اخيستلو په شرط خبري کوي وايي، هر هغه څوک چي پر اروپايي ټولنه باندي نيوکه کوي، هغوی له حقايقو څخه سترگي پټوي. دغي ټولني د سوريې له نورو همسايه هيوادونو لکه اردن، لبنان او عراق سره د سوريايي کډوالو په برخه کي خپلي مرستي کړي دي.

د ترکيې په سرحد کي سوريايي گډوال د ترکيې په سرحد کي سوريايي گډوال

هغه زياتوي، چي د ترکيې په پرتله دغه هيوادونه فوري مرستو ته اړتيا لري. د هغو سازمانو په ليست کي چي اروپايي ټولنه غواړي مرسته ور سره وکړي، سورصليب او د المان د (GTZ) مرستندويه ټولني نومونه شامل دي. دغه ديپلومات زياتوي چي د ترکيې حکومت ښايي دغه پيسې د دغه هیواد او سوريې ترمنځ په سرحد کي په مصرف ونه رسوي. خو د ترکيې حکومت وايي چي دا کار به د هغه ځای امنيت له خطر سره مخامخ کړي.

اروپايي ټولني تر اوسه پوري يو ميليون يورو په ترکيه کي د سوريايي کډوالو له پاره ځانگړي کړي دي. دغه پيسې د ملگرو ملتونو د(UNHCR) موسسې له خوا دغه هيواد ته ورکول کيږي. له بلي خوا له ترکيې سره د گډ کار له پاره اوس د(ECHO) په نامه له بشري او طبيعي پيښو څخه د ساتني سازمان هڅه کوي چي لږ تر لږه د شپږو مياشتو له پاره خپل يو استازی ترکيې ته واستوي.

په ترکيه کي به د سوريايي مهاجرو حالت هغه وخت نورهم خراب سي، چي ژمی راورسيږي. ځکه دا به ډېره سخته وي چي په ټولو۱۴کمپونو کي دي بشري مرستي ورسولای سي. له بلي خوا د هغو۷۰ زرو سوريايي مهاجرو سرنوشت هم معلوم نه دئ چي راجستر سوي نه دي او د ترکيې په هوټلونو او يا هم اپارتمانونو کي اوسيږي.

د بشري حقونو سازمانونه په دې باور دي چي يوازي د حلب له ښار څخه چي له ترکيې سره په سرحد کي پروت دئ، د۱۵۰ زرو په شاوخواکي انسانان وتلي دي. د راپورونو له مخي ۱۵ زره سوريايان په دې هڅه کي دي چي اروپا ته ځانونه راورسوي.

سيمسيک/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل