د افغانستان د پارلمان غړی او د ولسمشرۍ پخوانۍ نوماند رمضان بشر دوست، وایي چې د افغانستان جگړه په نړۍ کې لومړۍ داسې جگړه ده چې په کې دواړه اړخونه په مستقیم یا غیر مستقیم ډول له یوې سر چینې څخه پیسې تر لاسه کوي.
د افغانستان د هوایي قواوو قوماندان وايي چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به افغان دولت یو داسې هوایي ځواک ولري چې لږ تر لږه به کورنیو ګواښونو ته په یوازیتوب د ځواب ورکولو توان ولري.
افغان ولسمشر حامد کرزي د ناټو په وروستیو عملیاتو کې څلور ماشومان وژل شوي دي او درې تنه نور ملکیان ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې ناټو د درو تنو د وژل کیدو له کبله بخښنه غوشتې ده.
افغان ورزشکار روح الله نیکپا، چې په وروستیو کې د ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان کې د سولې د سفیر په توګه نومول شوی دی غواړي چې د خپل هیواد بیلابیلو برخو ته سفر وکړي او خلک سولې او یوالي ته وهڅوي
په افغانستان کې د امریکا سفیر جیمز کیننګ، د مارک گروسمن دا خبره تأیید کړې ده چې هیواد یې د دیورند کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په توگه په رسمیت پیژني. خو افغان دولت پر دې موضوع خبرې د بردیو حق نه بولي.
له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړې ادارې مشر عزیزالله لودین، وایي چې په فساد کې ښکیلې یو شمیر مافیایي ډلې یې د کار مخه نیسي. هغه زیاتوي چې د افغانستان په فساد کې یو شمیر بهرنۍ موسسې هم ښکیلې دي.
د غزني چارواکي وایي چې د طالبانو پر وړاندې ولسي پاڅونونه د غځیدو په حال کې دي او د خلکو مقاومت طالبان کمزوره کړي دي. په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې «ولسي پاڅونونه» له غزني څخه پیل شول او بیا نورو ولایتونو ته وغځیدل.
يوه المانۍ ورځپاڼه لیکي، چي د دغه هيواد ځانگړو ځواکونو د افغانستان په شمال کي د طالبانو يو مخکښ قوماندان نيولی دئ. د «بيلد» ورځپاڼي کښلي دي، چي ملا عبدالرحمان د طالبانو له خوا د کندوز والي معرفي سوی وو.
د ایران د چابهار په بندر کې افغان سوداګرو ته د ځمکو په توزیع کولو پیل شوی دئ. ایران په دغه بندر کې افغان دولت ته ۵۰ هکتاره ځمکه ورکړې ده چې افغان سوداګر هلته خپل توکي زيرمه کړي.
په هرات کي د يوې ځواني تازه واده شوي مېرمني د وژلو په تور د هغې د خسرخيلو څلور تنه تورن کسان نيول شوي دي. په دوی کي يوه تن اعتراف کړی دئ، چي دغه ۲۴ کلنه مېرمن ده وژلې ده.
بارک اوباما او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هغه سیال میت رامنې د دوشنبې په ورځ خپله وروستۍ تلویزیوني مناظره وکړه. دغه مناظر د متحده ایالاتو د بهرني سیاست په اړه وه چې په ترڅ کې یې د افغانستان په اړه هم خبرې وشوې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکې وايي، چي دغه هيواد په تېرو لسو کلونو کې په لومړي ځل له فرانسې سره د دوستۍ تړون لاسلیک کړ، چې پلي کېدل ئې خورا مهم دي.
سعودي عربستان د لومړي ځل له پاره تصميم نیولی دئ، چي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ منځگړيتوب وکړي. افغان چارواکي وايي، چي په پلان کي ده د طالبانو مشران په پاکستاني پاسپورتونو عربستان ته سفر وکړي.
د فېشن د بازار يوه ځانگړتيا د ورځي مد دئ. هغه خلک چي په دغه برخه کي کار کوي پوهيږي چي څه ډول کالي جوړ کړي.
د پروسږ کال د رنگارنگو کاليو بازار بېخي نه دئ سوړ سوئ
هغه څه چي سږ کال په کاليو ځانگړتيا لري هغه تيره رنگونه دي
د سږ کال د کاليو په بازار کي له هم رنگه کاليو څخه ډير کال اخيستل کيږي. په دې معنی چي د کميس او پتلون رنگونه سره ورته وي.
سږ کال داسي گومان کيږي، چي خوپ ژړ رنگ به د کال د کاليو رنگ وگرځي
په اروپا کي د ښځو او نارينو پر سر د خوليو فېشن اوس هم ډير دئ او ويل کيږي چي همداسي به پاته سي
د غاړي شال په اروپا کي د مني او ژمي د مډ يوه برخه ده.
خو اوس په اروپا کي د غاړي د شالونو په برخه کي انقلاب سوی دئ او نه يوازي غاړه بلکي اوږې هم په پټوي
پروسږ کال، يو ورا بيا د مني او ژمي په کاليو کي د پوست کارولو بازار تود سو
په کاليو کي د پوست کارول سږ کال هم دوام لري. خو له توپير سره، د سږ کال په کاليو کي به پوست د کاليو يوه برخه وي نه چي ډيره برخه ئې د پوست وي
د سږ کال د مني د کالو په مډ کي لمني اوږدې سوي دي او تر زنگانه پوري رسيږي.
د کالو جوړولو طراحان د لمن د اوږدوالي او لنډ والي په برخه کي په یوه زړه نه دي
له کلونو راهيسي د مني د فېشن په کاليو کي چهارخانه ټوکر ځای نيولی دئ.
دا ښکاره خبره ده، چي دغه ډول فېشن له کور څخه دباندي نه کيږي. په دې معنی چي بيا دباندي قدم ووهي، بلکي په کور کي به کښېني.
لیکوال: دويچه ويله | کتونکی: نجيب الله زيارمل
د هریرود طوفان د فوتبال لوبډله د افغانستان د غوره لیګ اتله شوه. دې لوبډلې خپله وروستۍ لوبه د البرز د سیمرغې له لوبډلې سره وکړه. دا لوبه په زرگونو کسانو په لوبغالي کې او ډیر شمیر نورو د تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه لیده.
افغان کريکټ ملي لوبډله
يو شمېر موضوعات د انځور په ژبه