1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان په شمال کې ۲۴ ملکیان ووژل شول

هریرود طوفان د غوره لیگ اتله لوبډله شوه

د مالي د کړکیچ د حال لارې د موندلو هڅې

راسموسن په افغانستان کې د شفافه ټاکنو غوښتنه وکړه

د پاکستان سفیر: سوداگرۍ د سیاست مه قرباني کوي

  • په پاريس کي موټرو نندارتون پای ته ورسېد

    په پاريس کي د ۲۰۱۲ کال د موټرانو نندارتون په نړۍ کي د موټرو يو ستر نندارتون بلل کيږي. مک لاورن(پي ۱) امکان لري چي د ۲۰۱۳ کال په نيمايي کي بازار ته را ووځي(پي ۱) د توربو سيستم په لرلو سره کيدای سي د نړۍ تر ټولو گړندی موټر وي.

  • جگوار

    په پاريس کي موټرو نندارتون پای ته ورسېد

    جگوار

    بالاخره د «جگوار» د علاقمندانو انتظار پای ته ورسېد. دغه موټر د ۴۹۵ قدرت په درلودلو سره نوی بازار ته راوځي. په دغه نندارتون کي د اکتوبر د مياشتي تر ۱۴ نېټې پوري نزدې سل ډوله موټر نندارې ته وړاندي سول.

  • لکسس

    په پاريس کي موټرو نندارتون پای ته ورسېد

    لکسس

    لکسس د (LF-CC) په ماډل سره د کابين لرونکو موټرانو په بازار کي ځای پيدا کړ، او غواړي چی له(BMW) او ميرسيدس بنز سره سيالي وکړي. ډير لږ مصرف لري او له دوو ماشينونو څخه جوړ دئ.

  • پژو اونکس

    په پاريس کي موټرو نندارتون پای ته ورسېد

    پژو اونکس

    د پژو کمپنۍ دغه موتر د ډيرو ننداره کوونکو زړونه خپل کړه. د دغه موټر وزن يو زرو سل کيلو گرامه دئ.

  • داچیا سندرو

    په پاريس کي موټرو نندارتون پای ته ورسېد

    داچیا سندرو

    د رومانيا دغه موټر داچيا سندرو ډير ارزانه او په ۲۰۱۳ کال کي به بازار ته را ووځي. دغه موټر چي بيه ۶۷۹۰ يورو ده، په اروپا کي تر ټولو ارزانه موټر دئ.

  • شورلت ترکس

    په پاريس کي موټرو نندارتون پای ته ورسېد

    شورلت ترکس

    شورليت تراکس د ۲۰۱۳ کال په دوبي کي د نړۍ په ۱۴۰ هيوادونو کي بازار ته راوځي. تراکس ۴ متره او ۲۲ سانتۍ اوږدوالی لري او پنځه تنه ځای لري.

  • رنو زوئه

    په پاريس کي موټرو نندارتون پای ته ورسېد

    رنو زوئه

    برقي موټران د پاريس د نندارتون ستوري ول. په دغه برخه کي د فرانسې د رنو شرکت د «زوئه» موټر ۷۰ کيلوواټه ماشين لري او جارجيږي.

  • اسکودا رپیت

    په پاريس کي موټرو نندارتون پای ته ورسېد

    اسکودا رپیت

    سکودا په اول وار د پاريس د موټرانو په نندارتون کي نندارې ته وړاندی سوی دئ. دغه ډير لږ مصرف لري او د هغه چا له پاره چي په ښار کي ژوند کوي گټور تماميږي. دغه موټر کافي ځای او ارزانه بيه لري.

  • هوندا

    په پاريس کي موټرو نندارتون پای ته ورسېد

    هوندا

    جاپانيانو هوندا موټر په ۲۰۱۱ کال کي د توکيو د موټرو په نندارتون کي هم نندارې ته وړاندي کړی وو. خو اوس ئې د دغه موټر يو نوی ماډل نندارې ته وړاندي کړ.

  • مرسدس بنز

    په پاريس کي موټرو نندارتون پای ته ورسېد

    مرسدس بنز

    په نړۍ کي د موټرو نندارتون له مرسدس پرته بې معنی ده. د مرسدس کمپنۍ د وروستي ماډل موټر بيه ۲۰۰ زره يورو ده.

  • رنو

    په پاريس کي موټرو نندارتون پای ته ورسېد

    رنو

    د رنو دغه نوی ماډل موټر ۴۳۰ ليتره پترول ځايوي، چي دا د وروستي ماډل په پرتله ۱۳۰ ليتر تيل اضافه ځايوي. د دغه موټر ټانکۍ تر ټولبکس لاندي جوړه سوې ده.

  • پورشه توریزمو

    په پاريس کي موټرو نندارتون پای ته ورسېد

    پورشه توریزمو

    د پورشه کمپنۍ دغه موټر بازار ته وړاندي کړی دئ. د دغي کمپنۍ اکثره موتران صحرايي دي او ډير لږ سپورتي موټر يې جوړ کړي دي. دوی په دې موټر سره کولای سي چي په بازار کي د رانيوکو پام ځان ته را واړوي.

  • آودی (Q2)

    په پاريس کي موټرو نندارتون پای ته ورسېد

    آودی (Q2)

    اودی په دغه ماډل سره د خپلو موټرو د ماډلونو په اخطراح کي انقلاب کړی دئ. دغه موټر تر ۱۴۰۰ کيلوگرامه لږ وزن لري. دغه موټر ډيري نوي تخنيکي نو اورۍ لري. د دغه موټر ماشين په ساعت کي ۵۵ کيلومتر واټن پخپله اتومات وهلای سي.

  • گلف اووه

    په پاريس کي موټرو نندارتون پای ته ورسېد

    گلف اووه

    د جرمني د فولکس واگن کمپنۍ څه موده دمخه بازار ته د«گلف اووه» موټر د را ايستلو خبره وکړه. خو اوس د دغه موټر مينوالو په پاريس کي هغه له نزدې وليد.

  • په پاريس کي موټرو نندارتون پای ته ورسېد

    لکه څرنگه چي وړاندوينه ئې کېدله د نړۍ د مختلفو هيوادونو څخه په زرونو خلکو ننداره وکړه او نزدې د نړۍ د موټرونو په دنيا کي ئې له نزدې ۱۰۰ ډوله نو اوريو سره اشنا سول.


    لیکوال: دويچه ويله | کتونکی: نجيب الله زيارمل

د آلمان ږغ راډيو پښتو خپروني